د غزې کړکېچ؛ په غزه کې د اسراییل په نویو بریدونو کې ۴۰ فلسطینیان وژل شوي دي
د غزې د روغتیا وزارت په یوه نوي بیان کې ویلي، چې د اسراییل په تازه بریدونو کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي او ۹۹ ټپیان شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت وایي، چې په خان یونس کې د بې ځایه شویو کورنیو د خیمو یوې سیمې ته نږدې د اسراییل په هوايي برید کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۷ فلسطینیان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.
بل خوا د غزې د دولتي رسنیو دفتر وایي، اسراییل په مرکزي غزه کې د نصیرات د کډوالو په کمپ کې په یوه ښوونځي برید کړی، چې لږ تر لږه ۲۳ فلسطینیان یې وژلي او ۷۳ نور یې ټپیان کړي دي.
په غزه کې روغتونونه ډک شوي او ډاکټران ستړي شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت غوښتنه کړې، چې نړۍوال طبي هییتونو ته دې غزې ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي.
اسراییل د دوشنبې په ورځ هم د غزې په سوېل او مرکزي سیمو کې تازه بریدونه کړي، چې پر حماس لا زیات فشار راوړلي.
د شنبې او یکشنبې په ورځ اسراییل د حماس د پوځي مشر د په نښه کولو په موخه پر خوندي سیمو بمباري وکړه او لسګونه فلسطینیان یې ووژل.
د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د اسراییل په جګړه کې لږ تر لږه ۳۸ زره او ۷۱۳ فلسطینیان وژل شوي او ۸۹ زره او ۱۶۶ نور ټپیان دي.
د اکټوبر له ۷مې نېټې راهیسې د حماس تر مشرۍ لاندې د بریدونو له امله یو زرو ۱۳۹ تنه وژل شوي او لسګونه کسان لا هم په غزه کې بندیان دي.