د ماین پاکۍ موسسو مسوولین: د بودیجې له کمښت سره مخ یو او نړۍوال باید راسره مرستې وکړي

په افغانستان کې د ماین پاکي موسسو یو شمېر مسو,لین وایي، چې د ماین پاکۍ موسسې د بودیجې له کمښت سره مخ دي. دغه مسوولین وایي، چې نړۍوال باید په دې برخه کې له موسسو سره مرستې وکړي.

دغو مسوولینو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي د ملي ادارې له رییس سره په کتنه کې ویلي، چې نړۍواله ټولنه باید په افغانستان کې د ماین پاکۍ برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په افغانستان کې د ماین پاکي موسسو مسوولینو له نورالدین ترابي سره په کتنه کې دغه راز زیاته کړې ده، چې په هېواد کې له پخوانیو جګړو څخه پاتې شوي ماینونه او نا چاود توکي هر کال لسګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي.
طالبانو روان کال د ماینونو د ګواښ په تړاو د پوهاوي او د ملاتړ د نړۍوالې ورځې په مناسبت وویل، «په افغانستان کې ناچاود توکي د یرغلګرو ډالۍ ده.»
طالبانو په ځلونو ویلي، چې د ماینونو د پاکولو بهیر بشردوستانه او غیر سیاسي بهیر دی او نړۍ باید په افغانستان کې د ماینونو د بشپړ پاکولو په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.
طالب چارواکي له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د ناچاودو توکو او ماینونو د پاکولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر هم د ماینونو د ګواښ په تړاو د پوهاوي او د ملاتړ د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي و، چې د تېرو دوو کلونو پر مهال په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو له امله څه باندې ۱۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اوچا هم په خپلو راپورونو کې ویلي، چې لا هم د افغانستان ۱،۲ مېلیونه متر مربع ځمکه پر ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړه ده.
د یادولو ده، چې د ماینونو او د پخوانیو پاتې شویو ناچاودو توکو د چاودنې ډېری قربانیان افغان ماشومان دي.