اسپانیا د انګلستان فوټبال لوبډلې ته په ماتې ورکولو د اروپا جام قهرمانه لوبډله شوه
نن شپه د اسپانیا د فوټبال ملي لوبډلې د اروپا ۲۰۲۴ کال په پای لوبه کې انګلستان ته ۱-۲ ماتې ورکړه او د دې سیالیو قهرماني یې په خپل نوم کړه.
دا لوبه چې د برلین د المپیک په لوبغالي کې ترسره شوه، اسپانیا د خپلو ځوانو لوبغاړو لامین یامال او نیکو ویلیامز په شان د غوره نندارې په وړاندې کولو سره اتلولي وګټله او د اروپا تر ټولو ویاړلې لوبډله شوه.
دا د اسپانیا څلورمه د اروپا اتلولي ده.
دا لوبه د فرانسې د فرانسوا لیتکسیه په لوبڅارۍ ترسره شوه، چې لومړۍ نیمايي له کوم ګول پرته پای ته ورسېده.
د لوبې د دویمې نیمايي په ۴۷مه دقیقه کې د هسپانیې د لامین یامال په پاس نیکو ویلیامز انګلستان ته لومړۍ ګول ورکړ؛ خو انګلستان پالمر لوبغاړي په ۷۳ دقیقه کې ګول وکړ او لوبه یې مساوي کړه.
د لوبې په ۸۷ دقیقه کې اسپانیوي لوبغاړي اویارزابال دویم ګول وواهه او لوبډله یې اتلولۍ ته ورسوله.
د دې لوبې په پای کې د اسپانیا ځوان لوبغاړی نیکو ویلیامز د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.