د امریکا د استخباراتو مشر پر ټرمپ د برید د شاهدۍ ورکولو لپاره بیا کانګریس ته وغوښتل شو

د متحده ایالاتو د استازو جرګې مشر مایک جانسن، دې حقیقت ته په اشارې سره چې «د امریکا خلک په ریښتیا د پوهیدو حق لري» ویلي، چې د جرګې د نظارت کمیټې د استخبارتو مدیر ته بلنه ورکړې چې د جولای په ۲۲مه پر ټرمپ د برید په اړه شاهدي ورکولو لپاره کانګرس ته حاضر شي.

سي‌این‌این د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ټرمپ په لاریون کې د ډزو شکمن کس د پنسلوانیا یو ۲۰ کلن سړی دی او (ایف‌بي‌ای) هغه پیژندلی دی.

تر دې مخکې ویل شوي وو چې یو ځوان بریدګر چې د غونډې ځای ته څېرمه د یوې ودانۍ په چت کې ختلی و پر ټرمپ برید کړی.