د جرمني بهرنیو چارو وزیره:پر ټرمپ برید د امریکا د ډیموکراسۍ لپاره د «تیارو ساعتونو» نښه ده

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وايي، د ډونالډ ټرمپ په ټاکنیزه غونډه کې ډزې د امریکا د ډیموکراسۍ لپاره «تیاره ساعتونه» دي. انالینا باربوک وویل، «په ډیموکراسۍ کې ټاکنې د رایو له لارې کېږي، نه د ټوپک پر مټ.»

اغلې باربوک په ایکس پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي: «د امریکا د ډیموکراسۍ لپاره په دې تیاره ساعتونو کې ، زما فکر د برید له قربانیانو سره دی.» هغې ټینګار وکړ چې تاوتریخوالی باید د سیاسي شخړې وسیله نه وي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې، ټرمپ او نورو ژوبلو کسانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله وکړه.