د جمهوري غوښتونکو استازی مایک کولینز: بایډن د برید امر ورکړی دی
د امریکا د استازو په جرګه کې د جورجیا د جمهوري غوښتونکو استازي مایک کولینز له ټرمپ سره د سیالۍ په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن د وینا یوه برخه بیا خپره کړې او لیکلي یې دي چې دا فرمان یې صادر کړی دی.
د جمهوري غوښتونکو استازي تېره اوونۍ د بایډن د څرګندونو یوه برخه بیا ټویټ کړه، کله چې هغه وویل ، «موږ د بحث او مناظرې په اړه خبرې بشپړې کړې ، اوس د ټرمپ د په نښه کولو وخت دی.»
په ایکس ټولنیزه شبکه کې په بل پوسټ کې، مایک کولینز په پنسلوانیا کې د بټلر کاونټي ولسوالۍ څارنوال څخه وغوښتل چې «سملاسي د جو بایډن پر وړاندې د وژنې د هڅولو لپاره قضیه پرانیزي.»