د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند او د هند لومړي وزیر د ټرمپ پر لاریون برید غندلی دی
د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوه ویاند د ټرمپ پر لاریون برید غندلی او دا یې سیاسي تاوتریخوالی بللی دی. د دې ترڅنګ د هند لومړي وزیر هم د امریکا پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ برید غندلی دی.
نریندرا مودي وویل چې دا ډول تاوتریخوالی په سیاست او ډیموکراسۍ کې ځای نه لري.
هغه ډونالډ ټرمپ ته د ښې روغتیا هیله وکړه.