عیني شاهد: پولیسو پر ټرمپ د وسله وال شکمن د لیدو په اړه زما خبرداری له پامه غورځولی

یوه عیني شاهد بي بي سي نړېوالې برخې ته ویلي، پر ډونالډ ټرمپ تر برید مخکې یې پولیسو او پټو ادارو ته ویلي وو، چې د ټرمپ وینا ته څېرمه یې یو شکمن کس د چت پر لور روان و، خو هغوی دې ته پام ونه کړ.

ويل کیږي د ډونالډ ټرمپ روغتیايي حالت ښه دی او هغه په غوږ ټپي شوی.