اېبيسي نیوز: پر ټرمپ برید کوونکی کس ښايي یوازې و او کوم ملګری یې نه درلود
اېبيسي نیوز د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی، هغه کس چې پر ټرمپ یې ډزې کړې ښايي یوازې وي او کوم ملګری یې نه درلود. ورته مهال، پلټوونکي غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې دغه کس بل ملاتړی نه درلود.
د بلومبرګ د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ له روغتون څخه رخصت شوی دی. په همدې حال کې په دغه بريد کې د دوو نورو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوى او د پنسلوانيا په پيتسبورګ ښار کې د اليګيني عمومي روغتون د وياند په وينا، دغه دوه کسان په چورلکه کې دغه روغتون ته وروړل شوي او تر درملنې لاندې دي.