د امریکا ولسمشر یو ځلې بیا ټینګار کړی، چې په ټاکنیزو سیالیو کې پاتې کېږي
د امریکا ولسمشر چې (د جون په ۲۷مه) له ټاکنیزې مناظرې وروسته د ډیموکراټانو د سختو نیوکو سره مخامخ شوی او له ټاکنو څخه یې د هغه د انصراف غوښتنې کړې، وایي چې: «زه ټاکنو ته ولاړ یم او نه په شا کېږم.»
یو شمېر مخکښو استازو او د ډیموکراټ ګوند مالي ملاتړو څو ورځې وړاندې له بایډنه غوښتي و، چې له ټاکنیزو سیالیو دې تېر شي.
دغه نېوکې له هغې وروسته زیاتې شوې، چې جوبایډن د ډونالډ ټرمپ سره (د جون په ۲۷مه) په ټاکنیزه مناظره کې کمزوري وښوده او د هغه د عمر او روغتیايي حالت په اړه اندېښنې لا زیاتې شوې.
بایډن د پنجشنبې په ورځ د ناټو د ناستې په پای کې په واشنګټن کې خبري ناستې ته وویل، چې د هغه روغتیایي وضیعت د ډاډ وړ دی او هغه به ټاکنیزو سیالیو ته دوام ورکوي؛ خو هغه د پوښتنو د ځوابولو پر مهال هم د څو لفظي تېروتنو سره مخامخ شو.
د بایډڼ له دغو څرګندونو وروسته نیویارک ټایمز د دوو باخبره سرچېنو او د ډیموکراټانو د مالي ملاتړ کوونکو له قوله په یو راپور کې ولیکل، چې هغوی د بایډن په ټاکنیزو سیالیو کې د ژمنه شویو ۹۰ مېلیونه ډالرو مرسته وځنډوله.