تایوان: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶چینایي پوځي الوتکو د دغې جزیرې شاوخوا الوتنې کړې دي
د تایوان د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶ چینایي پوځي الوتکې یې د دغې جزیرې شاوخوا تشخیص کړې دي. تر دې وړاندې هم دغه وزارت ویلي و، چې د بېړیو لېږدوونکې یوه چینایي الوتکه د ځینو پوځي تمریناتو د ترسره کولو لپاره فلیپین ته څېرمه تېره شوې ده.
تایوان چې چین یې د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي، له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د دغې جزیرې شاوخوا د چین د پوځي فعالیتونو له امله سر ټکوي.
تر دې وړاندې د فليپين د دفاع وزارت هم د دغه هېواد شمال ته نږدې د يوې چينايي الوتکې وړونکې بېړۍ د ځای پر ځای کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.