د هند حکومت: د ۲۰۲۴کال په لومړیو ۶ میاشتو کې په مهاراشترا کې ۵۵۷ بزګرانو ځانونه وژلي

د هند حکومت په یوه راپور کې راغلي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر جون میاشتې پورې د مهاراشترا په پنځو ولسوالیو کې ۵۵۷ بزګرانو ځانونه وژلي دي.

راپور کې ویل شوي، چې د ۵۵۷ څخه تر ټولو ډېرې ۱۷۰ قضیې په امراوتي کې، ورپسې ۱۵۰ په یواتمال کې، ۱۱۱ په بلدهنا کې، ۹۲ په اکولا کې او ۳۴ په واشیم کې ثبتې شوې دي.
د هند په پارلمان کې د امراوتي استازي بلونت وانخاد وویل:« د فصلونو ضایعات، د کافي باران نشتوالی او د پورونو بوج هغه لوی لاملونه دي، چې بزګران د ځان وژنې په لور هڅوي.»
هغه زیاته کړه:« حکومت باید د کروندګرو د عاید د دوه برابره کولو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي او له هغوی سره مرستې وکړي.»
له بل پلوه هندي چارواکي وایي، سیمه‌ییزه اداره د بېلابېلو حکومتي پروګرامونو له لارې د بزګرانو لاسنیوی کوي چې د دوی عاید زیات کړي، همدارنګه د دوی د ماشومانو په زده‌کړو کې مرسته وکړي او د کورنۍ د غړو د درملنې لګښت یې دولت پرې کړي.
په هند کې د بزګرانو ځان وژنه یوه جدي مسله ده، چې له تېرو څو کلونو راهیسې روانه ده.
تېر کال، په مهاراشترا کې ۲۸۵۱ بزګرانو د مالي کړکېچ له امله ځانونه وژلي وو.
خو بیا په ۲۰۲۲ کال کې دغه شمېره ۲۹۴۲ او په ۲۰۲۱کال کې ۲۷۴۳ وه.