یو سړی چې سل ماران یې په پتلون کې پټ کړي وو د چین په ګمرک کې ونیول شو
د چین په سوېل ختیځ ښار شنژن کې د ګمرک چارواکو ویلي، چې یو سړي سل ژوندي ماران په خپل پتلون کې پټ کړي وو او غوښتل یې قاچاق یې کړي د دوی له خوا نیول شوی دی.
د چین د ګمرک چارواکو ویلي، دغه سړی هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل یې د هانګ کانګ له پولې څخه شنژن ته داخل شي.
د چين د ګمرک چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د دغه سړي د پلټنې پر مهال د ګمرک مامورينو وليدل چې هغه په خپل پتلون کې ۶ پلاسیتکي کڅوړې ځای پر ځای کړي دي.
کله چې مامورینو کڅوړې راوویستلې، ویې لیدل چې په دې کڅوړو کې د مختلفو ډولونو او رنګونو ۱۰۴ غیر بومي ماران ځای پر ځای شوي دي.
په هغه ویډیو کې چې د چین د ګمرک له خوا خپره شوې، هم لیدل کیږي، چې سور، ګلابي او سپین ماران په شفافو پلاستيکي کڅوړو کې ځای پر ځای شوي.
د راپورونو له مخې؛ چین په نړۍ کې د حیواناتو د قاچاق یو له سترو مرکزونو څخه دی.
په وروستیو کلونو کې دغه هېواد له اجازې پرته د غیر بومي حیواناتو پر واردولو بندیز لګولی دی.