په هند کې د یوه مسافر وړونکي بس د ټکر له امله ۱۸ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي
په هند کې د یوه ټانکر سره د مسافر وړونکي بس د ټکر له امله ۱۸ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. د هندي رسنۍ ټایمز اف اېنډیا د راپور له مخې، دغه بس چې له بېهار څخه پلازمېنې نوي ډیلي ته روان و؛ د لکهنو – اګرا پر لویه لار له یوه ټانکر سره لګېدلی دی.
د راپورونو له مخې، د دغه مسافر وړونکي بس او ټانکر ترمنځ پېښه د جوجیکوټ کلي سره نږدې شوې ده.
د دغه رسنۍ په راپور کې راغلي، په دې پېښه کې ۱۸ تنه مړه شوي او ۱۹ نور ټپيان دي چې ټپيان او مړي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ورته مهال د هند د اتراپرادېش ایالت اعلی وزیر یوګي ادېتیا نات د مسافر وړونکي بس په پېښه کې د ۱۸ کسانو په مړینې خواشیني څرګنده کړې او د زیانمنو کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.