د ایران د پولیسو یو قوماندان د مخدره موادو له قاچاقبرانو سره په جګړه کې ووژل شو
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران د رضوي خراسان ولایت په نېشابور ښار کې د پولیسو یو قوماندان د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره د نښتې له امله وژل شوی دی. په دې نښته کې دوه تنه پوليس ټپيان شول .
د نیشابور ښار قوماندان مهدي دونده ایسنا خبري اژانس ته ویلي، چې تورن کسان نیول شوي دي.
دا په روان کال کې د خپل ډول لومړۍ پېښه ده، چې د ایران د پولیسو یو قوماندان له قاچاقبرانو سره په مخامخ جګړه کې وژل کیږي.