ایټالیا پر خپل هوايي ځواک د نوي کولو په موخه څه کم اووه نیم میلیارد ایرو مصرفوي

د ایټالیا د دفاع وزارت غواړي، چې په راتلونکو ۱۱ کلونو کې څه کم اووه نیم میلیارده ایرو پر هوايي ځواک مصرف کړي. ایټالیا پر دې پیسو ۲۴ ایروفایټر یا جنګي جېټ الوتکې اخلي او له مخې یې خپل هوايي ځواک نوی کوي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د ایټالیا دا پرېکړه په داسې مهال ده، چې د ناټو غړي د نامالوم جیپولیټیک لاملونو په سبب غواړي د خپلې دفاعي بودیجې لګښت زیات کړي.

د ایټالیا د دفاعي چارو ویاند په دې تړاو کې د رویټرز پوښتنې ته ځواب نه دی ور کړي؛ خو تېره میاشت د دې الوتکو د اړوند کمپنۍ لیونارډو یوه مشر ورته ویلي وو، چې ایټالیا د الوتکو پېرلو پلان لري او ژر به یې اعلان کړي.

د ایټالیا د هوايي ځواک د نوي کولو دا پلان به له ۲۰۲۴ تر ۲۰۳۴ پورې دوام وکړي او ور سره به نوې الوتکې د هغو ۲۶ الوتکو ځای ونیسي، چې ایټالیا یې له ۲۰۲۸ کال وروسته لرې کول غواړي.

د ناټو بل غړي هېواد جرمني هم تېر میاشت د ۲۰ نورو ایرو فایټر د اخیستلو خبره وکړه.

دا هېواد اوس هم ۱۳۸ ایروفایټرز لري.