رویټرز: حماس په غزه کې د اوربند د وړاندېز په اړه د اسراییل د ځواب په تمه دی

دوو با خبرو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې حماس په غزه کې د اوربند د وړاندېز په اړه د اسراییل د ځواب په تمه دی. دا وړاندېز د غزې د ۹ میاشتینۍ جګړې د پایته رسولو لپاره د امریکا له خوا شوی دی.

د حماس له لوري د اوربند په اړه د امریکا د وړاندېز له منلو وروسته، د دغې ډلې دوو چارواکو د یکشنبې په ورځ رویټرز ته وویل، چې دوی خپل ځواب منځګړو ته وړاندې کړی دی او د اسراییلو ځواب ته په تمه دي.
د اوربند درې پړاویزه طرحه د مې میاشتې په وروستیو کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن له خوا وړاندې شو او منځګړو هېوادونو قطر او مصري بیا له ښکیلو خواوو سره شریک کړ.
ددې طرحې موخه د جګړو پایته رسول او د کابو ۱۲۰ یرغمل شویو اسراییلیانو ازادي ده، چې د حماس په بند کې دي.
د حماس یو بل با خبره چارواکي د اوربند د اوسنیو مذاکراتو په اړه وویل، چې اسراییل دمګړی له قطري چارواکو سره د مذاکرې په حال کې دی.
یاد چارواکي د نوم د نه اخیستو په شرط رویټرز خبري اژانس ته وویل:«قطري چارواکو له اسراییلو سره د حماس د ځواب په اړه خبرې کړي او ژمنه یې کړې چې تر راتلونکو څو ورځو به اسرایلیان هم ځواب ورکړي .»
د اسراییل دولت بیا تر اوسه پورې د خپلو مذاکراتو د وخت په اړه هیڅ کوم څه نه دي ویلي.
د یوې با خبره سرچینې په خبره، د امریکا د مرکزي اطلاعاتو د اژانس مدیر ویلیام برنز به راتلونکې اونۍ قطر ته ولاړ شي.
د اسراییل د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې د حماس برید چې ددې هېواد په تاریخ کې تر ټولو بده پېښه بلل کیږي ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او کابو ۲۵۰ نور بیا د حماس له خوا یرغمل ونیول شول.
د غزې د عامې روغتیا وزارت د شمېر پربنسټ بیا پر غزې د اسراییلو د برید له پیل څخه تر اوسه پورې څه باندې ۳۸ زره فلسطیني وګړي وژل شوي، چې ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.