اسراییل وايي، غزې ته د اوربند پر سر خبرو له پاره پلاوی استوي

د اسراییل د موساد ادارې مشر به په غزه کې د خونړۍ جګړې د بندېدو او د اوربند د ټینګښت په تړاو د خبرو له پاره د مرکچي پلاوي په مشرۍ دوحې ته سفر وکړي.

د الجزیرې شبکې د سرچینو په خبره، د اسراییل د استخباراتو مشر ډېویډ برنیه به د پلاوي مشري کوي او د خبرو اترو د نوي پړاو له پیل مخکې به د قطر له لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره وګوري.
قطر ته د اسراييلي مرکچيانو د تګ خبرونه وروسته له هغې لاس په لاس کېږي، چې د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو د پنجشنبې په ورځ د امريکا له ولسمشر جوبایډن سره په ټليفوني خبرو کې وويل، چې له حماس سره د خبرو اترو لپاره يې د يوه پلاوي د لېږلو پرېکړه کړې ده.
د نوموړي د دفتر په یوه بیان کې راغلي چې هغه په دغو خبرو کې ویلي، چې په غزه کې جګړه به یوازې د "ټولو اهدافو ترلاسه کولو" وروسته پای ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې حماس د چهارشنبې په ورځ ویلي چې دوی قطري، مصري او ترکي منځګړیو ته د اوربند او د بندیانو د تبادلې د هوکړې د څرنګوالي په اړه نوي "نظریات" وړاندې کړي دي.
په همدې حال کې یوه امریکايي چارواکي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته په یوه ټیلیفوني تماس کې ویلي، چې حماس پرته له دې چې توضیحات ورکړي، د احتمالي هوکړې په اړه یې خپل دریځ بدل کړی دی.
د اوربند د خبرو راپورونه په داسې حال کې مخې ته راغلي، چې اسراییل د پنجشنبې په ورځ د غزې دویم لوی ښار سوېلي خان یونس ته څېرمه په یوه هوايي برید کې لږ تر لږه اووه کسان ووژل.
دغه برید په داسې حال کې کېږي، چې اسراییلي پوځ شاوخوا ۲۵۰ زرو فلسطینیانو ته له خان یونس څخه د وتلو امر کړی و.