غزې کې روغتیایي چارواکي: نوي زېږېدلي ماشومان اوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډېر کم چانس لري

د سکای نیوز د راپور له مخې، په شمالي غزې کې د کمال عدوان روغتون د خوارځواکۍ په برخه کې ماشومان چې یوازې څو ورځې عمر لري، د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي.

د روغتیایي چارواکو په وینا، مېندې په خپله دومره خوارځواکې دي چې نه شي کولی په خپلو شېدو ماشومان تغذیه کړي؛ نو ځکه ماشومان مري.
د روغتون رییس ډاکټر حسام ابو سفاح وایي:« په دوو اونیو کې موږ د خوارځواکۍ له ۲۵۰ څخه زیاتې پېښې ثبتې کړې دي.»
هغه خبرداری ورکړی، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د دغو پېښو په شمېر کې لازیاتوالی راشي.
د اسراییلي پوځ د عملیاتو له امله د مصر سره د رفح لاره تړلې ده او د مرستو لړۍ درېدلی ده، چې له امله یې ګڼ فلسطیان له لوږې کړېږي.
له بل پلوه رویټرز د نتنیاهو د دفتر د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به د خپلې امنیتي کابینې یوه غونډه رابولي چې په غزه کې د احتمالي اوربند په اړه د حماس د وړاندیزونو په اړه بحث وکړي.
سرچینه زیاتوي، مخکې له دې چې د کابینې غونډه وشي، نتنیاهو به د خپل ټیم سره د اوربند خبرو اترو په اړه سلا مشورې وکړي.