جو بایډن: په ټاکنو کې د خپلو سیالیو لړۍ روانه ساتم

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په روانو سیالیو کې د جوبایډن د شاته کېدو له راپورونو وروسته، هغه د چهارشنبې په ورځ په ټینګار سره ویلي چې خپلو ټاکنیزو منډو ترړو ته به دوام ورکوي.

تر دې وړاندې د ډیموکراټ ګوند یو شمېر مشرانو د ښاغلي بایډن د جسمي کمزورتیا او د هغه د زړښت په اړه اندېښنې ښودلې وې.
د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، ښاغلي بایډن د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) خپلو مالي ملاتړو ته تر دې سرلیک لاندې ایمېل استولی چې «خپلو سیالیو ته به دوام ورکوم ».
هغه ویلي: «پوهېږم، چې دا څو ورځې سختې تېرې شوې. ډاډمن یم چې تاسو سره به ګڼې پوښتنې پیدا شوې وي، زه به په ښکاره او واضح توګه ووایم چې زه دغې لړۍ ته دوام ورکوم. »
سي‌اېن‌اېن ویلي، چې ښاغلي بایډن تر دې وړاندې خپلې ټاکنیزې ډلې ته ویلي و:« که زه له زړه څخه نه پوهېدای او په دې باوري وای، چې دا چاره نه شم ترسره کولای نو د سیالۍ ډګر ته نه راوتم.»
د امریکا ولسمشر په کانګرس کې د ډیموکراټ ګوند لوړپوړو غړو او دا رنګه یې د خپلې ټاکنیزې ډلې دوو څارونکو غړو ته یادونه وکړه، چې هغه به بل ځای نه ځي.
په همدې حال کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ راپور خپور کړ، چې ښاغلي بایډن خپل یو ملاتړي ته ویلي چې هغه په دې اړه پر پرېکړې کولو لګیا دی چې یا به ټاکنیزې سیالۍ دروي او یا به هغه روانې ساتي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ښاغلي بایډن ویلي چې په راتلونکو ورځو کې د خلکو مخې ته د هغه حاضرېدل به د هغه د راتلونکی سیاسي برخلیک په برخه کې رغنده رول ولوبوي.
کله چې د چهارشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ له ویاند کارین ژان پیر څخه پوښتنه وشوه، چې ښاغلی بایډن د ټاکنیزو سیالیو څخه په شا کېږي، وویل: «نه هیڅکله هم نه».
له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د جوبایډن په ټاکنیزې سیالۍ کې د هغه د کمزورتیا په اړه شکونه له هغې وروسته زیات شول، چې ښاغلي بایډن د خپل سیال سره په ټاکنیزه مناظره کې ښکاره کمزورتیا بربنډه او ښکاره کړه.
له هغې وروسته ګڼو رسنیو د ډیموکراټانو په «وېرې او اندېښنو» راپورونه خپاره او د ډیموکراټانو یو شمېر نوم وتو کسانو په ښکاره توګه اندېښنې په ډاګه کړې وې.