چین او روسیې د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې د شانګهای د غړو هېوادونو د یووالي غوښتنه وکړه
د چين او روسيې مشرانو د شانګهای د همکاریو سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې خپل يووالی وساتي او په ګډه له بهرنيو ننګونو او مداخلو سره مقابله وکړي.
شي جين پينګ وويل، لويديځ قدرتونه د «سړې جګړې» ذهنيت په سر کې لري.
د چين او روسيې مشرانو د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۴مه) د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکارۍ په سرمشريزه کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو پر نژدې امنيتي، سياسي او اقتصادي همکاريو ټينګار وکړ.
د شینهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين ولسمشر وويل: «د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي بايد خپل يووالی پياوړی کړي او په ګډه له واقعي ننګونو سره د مقابلې لپاره د بهرنۍ لاسوهنې او د تفرقې پر وړاندې مبارزه وکړي.
د چين ولسمشر زياته کړه، چې د دغه سازمان غړي هېوادونه بايد خپل داخلي کړکېچونه او ننګونې په سوله ييزه توګه حل کړي او د تکنالوژۍ، علم او اختراع په برخو کې ګډه همکاري ولري.
ولادیمیر پوتین هم د پنجشنبې په ورځ، د شانګهای د همکارۍ سازمان په سیمه کې د همکارۍ نوي جوړښت وباله او د امنیت او پراختیا غوښتنه یې وکړه.
د روسیې ولسمشر د ناټو په څیر لویدیځو بنسټونو ته په اشارې سره وویل، چې دا نوی جوړښت د «منسوخ شوې اروپا محوره او یا اروپا-اتلانتیک» ماډلونو بدیل دی.
تېره میاشت ښاغلي پوتین ټینګار کړی و، چې د دغه نوي امنیتي جوړښت دروازه باید د ناټو د اوسنیو غړو په ګډون د ټولو پر مخ خلاصه وي.
پوتین وویل، چې د شانګهای غړي باید په خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو کې د ډالرو پر ځای ملي اسعار وکاروي.
شي جین پینګ او ولادیمیر پوتین هڅه کوي چې د شانګهای سازمان د لویدیځ پر وړاندې په یوه ځواک بدل کړي.