د هند په شمال لوېدیځ کې د سېلابونو له امله ۱۶ کسان مړه شوي دي
هندي چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل، چې په تېرو دوو اونیو کې د هند په شمال لوېدیځ کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.
همدارنګه د یادو پېښو له امله ۳۰۰ زره کسان بېځایه شوي هم دي.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د هند پوځ او هوایي ځواک په اسام ایالت کې چې یو له سختو ځپل شویو سیمو څخه دی د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.
هندي چارواکي وايي، د برهمپترا سېند چې د ۱۲۸۰ کیلومتره په واټن د اسام له لارې تېرېږي او بیا بنګله دېش ته بهېږي، هر کال په کې سېلابونه راوځي.
د چارواکو په خبره، د سختو بارانونو له امله په دغه سېند کې سېلابونه راوتلي او دوه زره کلي یې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
د اروناچل پردېش ایالت، چې له چین سره ګډه پوله لري، ځمکې ښویېدنې څو سړکونه ویجاړ کړي دي.
همدارنګه هندي پوځيانو د دغه ایالت د چانګلک په سیمه کې له سېلاب ځپلي ښوونځي څخه ۷۰ زدهکوونکي او ښوونکي ژغورلي دي.
همدارنګه د سکېم، مانيپور او مېګاليا په ايالتونو کې سختو سېلابونو سړکونه ويجاړ کړي او پلونه يې نړولي دي.
د رسمي شمېرو له مخې په تېره یوه میاشت کې د هند په شپږو شمال ختیځو ایالتونو کې د سختو بارانونو، سېلابونو راوتلو او ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۸۰ کسان مړه شوي دي.