د اسراییل په بریدونو کې تر ۳۰ زیات فلسطینیان وژل شوي او په زرګونه نور بې کوره شوي دي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییل په بریدونو کې د یوې کورنۍ د ۹ غړو په ګډون له ۳۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

د عربي رسنیو د راپور له مخې، د غزې په ختیځ کې پر منصوره سیمه د اسراییلي پوځ له‌خوا د بې پیلوټه الوتکې برید شوی چې په ترڅ کې یې شجاعیه ته نږدې د استوګنې یوه ودانۍ هم په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
دغه رسنیو ویلي، له خان یونس څخه د زرګونو بې‌ځایه شویو فلسطینیانو د جبري اېستلو لړۍ وروسته له هغه پیل شوه چې اسراییلي پوځ ګواښ وکړ، چې زرګونه بې‌ځایه شوي فلسطینیان به اروپايي روغتونونو او کمپونو ته انتقال کړي.
ملګري ملتونه وايي، په غزه کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو شمېر ۱.۹ مېلیونو ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې د لبنان په سوېل کې د اسراییل په یوه هوايي برید کې یو کس وژل شوی دی.
د اسراییل د برید په ځواب کې حزب الله په کریت شمونا کې د اسراییل یوه پوځي اډه په نښه کړه.
د اکټوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د فلسطینیانو د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ زره ۹۲۵ ته رسېدلی او ۸۷ زره ۱۴۱ فلسطینیان ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.