د بشري حقونو څار سازمان: په سوریه کې له ۲۰۱۹ کال راهیسې داعش ډلې له ۴زرو ډېر کسان وژلي دي

په بریټانیا کې د سوریې د بشري حقونو سازمان په یو راپور کې ویلي، چې داعش ډلې له ۲۰۱۹ کال څخه را په دې خوا څلور زره او ۱۰۰ کسه په سوریه کې وژلي دي.

د راپور له مخې، په وژل شویو کسانو کې ۶۲۷ تنه یې ولسي خلک او پاتې نور یې حکومتي سرتېري او د کردانو په مشرۍ کې وسله‌وال کسان وو.
په دغه راپور کې چې د شنبې په ورځ خپور شو راغلي، چې داعش ډلې د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې د «خلافت» له ړنګېدو وروسته تر اوسه پورې د کردانو تر واک لاندې نیمه خپلواکه سیمو کې دوه زره او ۵۵۰ بریدونه کړي دي.
د راپور پر بنسټ، د دغو بریدونو نیمایي قربانیان د سوریې په بادیه پراخې دښته کې چې له دمشق څخه د عراق تر پولې غځېدلې وژل شوي دي.
داعش د ۲۰۱۴ کال په جون کې د سوریې او عراق ډېره خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوسته او د هماغه کال د جون په میاشت کې یې د «خلافت» په نوم رژیم هم اعلان کړ.
دغې ډلې د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې د کردانو په مشرۍ د پراخه پوځي عملیاتو په ترڅ کې چې د امریکا ملاتړ هم ورسره و، خپل وروستي سنګرونه له لاسه ورکړل؛ خو بیا یې هم خپلو بریدونو ته له پتنځایونو څخه دوام ورکاوه.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې راغلي، چې دغه هېواد کې «داسې ورځ نه ده راغلې چې بمبارۍ، هدفي وژنې او یا د جهادي ډلو بریدونه په کې نه وي شوي.»
د ملګرو ملتونو په هغه راپور کې چې د سږني کال په لومړیو کې خپور شو، راغلي چې په سوریه او عراق کې د داعش په ترکیبي ځواک کې له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې وسله‌وال راټول شوي و، چې له بادیه دښتې څخه یې په سوریه کې د خپلو عملیاتو لپاره د تدارکاتي مرکز په توګه کار اخیست.
په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال د جګړې له پیله تر اوسه شاوخوا نیم مېلیون وګړی وژل شوي او مېلیونونه نور بیا کډه کولو ته اړ اېستل شوي دي.