ایراني رسنۍ: د ايران ولسمشريزې ټاکنې دویم پړاو ته وغځېدې
ایراني رسنۍ اېرنا په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې. د دغې رسنۍ په وینا، مسعود پزشکیان او سعید جلیلي به په بل پړاو کې سره سیالي کوي.
د دغې رسنۍ د مالوماتو له مخې، په دغو ټاکنو کې ټولې ۲۴.۵۳۵.۱۸۵ رایې شمېرل شوې دي.
دغه رسنۍ وېلي، چې د دغو رایو له مخې مسعود پزشکیان ۱۰.۴۱۵.۱۹۱ رایې، سعید جلیلي ۹.۴۷۳.۲۹۸ رایې، محمدباقر قالیباف ۳.۳۸۳.۳۴۰ رایې او مصطفی پورمحمدي ۲۰۶.۳۹۷ رایې اخیستې دي.
د دغې رسنۍ په لیکنه کې راغلي، چې په دغو ټاکنو کې ۴۰سلنه خلکو ګډون کړی و.