په صربستان کې د اسراییل د سفارت په ساتونکې پولیس برید کوونکی په ډزو وژل شوی دی

د صربستان چارواکي وايي، چې هغه بریدګر په ډزو وژل شوی دی، چې په صربستان کې یې د اسراییل د سفارت پر ساتونکي پولیس برید کړې و.

د صربستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په دې پېښه کې د پولیسو افسر ټپي شوی او تر جدي پاملرنې لاندې دی.
دغه وزارت د وژل شوي بریدګر د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي. د دغې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بریدګر مرمۍ د اسراییل د سفارت د ساتونکي پولیس پر غاړه لګیدلې ده.
د صربستان امنیتي چارواکو ویلي، چې د برید د څرنګوالي او احتمالي انګېزې د معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي
د صربستان د کورنیو چارو وزیر ایویکا داچیچ دا پیښه یو «ترهګریز عمل» بللی او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد پولیسو د دې پیښې په تړاو یو کس نیولی دی.
د صربستان د کورنیو چارو وزارت دا هم وايي، چې برید کوونکی څو ځله د سفارت ساتونکو ته ورغلی او د ځایي موزیم د ادرس په اړه یې ترې پوښتنه کړې وه. د دغه وزارت په وینا، بریدګر په یوې وسلې چې په یوې کڅوړه کې یې پټه کړې وه پر پولیس ډزې کړي دي.
د صربستان چارواکي وايي، چې دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د سفارت په ودانۍ کې هېڅ یو اسراییلی دیپلومات نه و.
د صربستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په بلګراد کې د اسراییل د سفارت ساتونکي پولیس افسر میلوش یورموویچ له ځانه د دفاع په خاطر پر بریدګر ډزې کړې او برید کوونکی یې وژلی دی.