د ايران ولسمشريزې ټاکنې؛ تر دې دمه مسعود پزشکیان تر ټولو مخکښ نوماند دی

ایراني رسنۍ اېرنا په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې تر دې دمه د ټاکنو په شمېرل شویو رایو کې مسعود پزشکیان تر ټولو مخکښ دی. د دغې رسنۍ د مالوماتو له مخې، تر دې مهاله ټول ټال ۱۴.۰۷۰.۴۶۲ رایې شمېرل شوې دي.

دغه رسنۍ ویلي، چې د دغو شمېرل شویو رایو له مخې مسعود پزشکیان ۵.۹۵۵.۷۸۱ رایې، سعید جلیلي ۵.۵۶۰.۳۲۱ رایې، محمدباقر قالیباف ۱.۸۹۱.۳۸۵ رایې او مصطفی پورمحمدي ۱۱۱.۹۶۷ رایې اخیستې دي.