په جرمني کې یو افغان ځوان د کرېسمس په بازار کې د برید په تور په څلور کاله بند محکوم شو
جرمني کې یوې محکمې د جمعې په ورځ ( د چنګاښ ۸مه)یو ۱۵ کلن افغان هلک د کرېسمس په بازار کې د "ترهګریز" برید د پلانولو په جرم مجرم وباله او په څلور کاله بند یې محکوم شو.
د کلن ایالتي محکمې ویلي، دغه افغان ځوان د قتل د دسیسې او د عامه امنیت د ګډوډولو په تور محکوم شوی دی.
د جرمني خبري اژانس ډي پي ای د راپور له مخې، د دغه پنځلس کلن ځوان محاکمه د بندو دروازو تر شا د تنکي ځوانانو د قانون له مخې ترسره شوې او د تورن نوم د جرمني د شخصي حریم د ساتنې قوانیو له مخکې نه دی په ډاګه شوی.
تر دې وړاندې رسنیو دغه ۱۵ کلن افغان الاصله جرمن او ۱۶ کلن ملګری یې د روسیې تبعه معرفي کړی و.
دا ځوان د تېر نومبر په میاشت کې کلن ښار ته نژدې ونیول شو. محکمې ویلي، چې هغه تېر کال افراطیت ته مخه کړې او په څو اونیو کې یې له خپل ۱۶ کلن ملګري سره لورکوزن کې د کرېسمس بازار کې د برید په اړه همغږي کړې وه.
د محکمې په وینا، پلان دا و، چې تورن له یوې کرایي لارۍ سره بازار ته ننوځي او د امکان تر حده ډېر خلک تر لارۍ لاندي کړي او ملګری یې ترې ویډیو واخلي.
د دې د حکم له مخې، تورن په یوه چټ ګروپ کې د یوې ویډیو په خپرولو سره په "کفارو" برید اعلان کړ، چې په شالید کې یې د داعش نښه لیدل کیږي.
محکمې ویلي، چې دغه ۱۵ کلن ځوان په هغه لګیدلي تورونه منلي دي.
د هغه ملګری، چې په قتل تورن دی، په نږدې دوو اونیو کې (د جولای په ۱۷ مه) به په ختیځې جرمني کې برلین ته نژدې په نیوروپین کې محاکمه شي.