ناصر کنعاني: د ایران ملت به د رایې مرکزونو ته تللو سره د امریکا د لاسوهنې ځواب ور کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وایي د ایران ملت په ټولټاکنو کې په ولولناک ګډون سره د امریکا لاسوهونکو څرګندونو ته ځواب ورکړي کنعاني وویل، «که د امریکا د ډیموکراسۍ میکانیزم اجازه ور کولی، نو خلکو به خامخا غوره واکمنان ټاکل.»

تر دې مخکې د ایران لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال ابرام پالي ویلي و، چې امریکا په ایران کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو یا سیاسي بدلون تمه نه لري.
ابرام پالی وویل امریکا به په ایران کې د انتخاباتو په ترسره کیدو سره د بشري حقوقو دفاع، د نظام د ظلمونو افشا کولو او د دغه هېواد د ازاد او ډیموکراټیک راتلونکي ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ایران په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي د مرستیال دغه څرګندونې د ایراني چارواکو له توند غبرګون سره مخ شوې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، چې امریکایي چارواکي به له دغه ډول څرګندونو هېڅ ګټه وانه خلي او د ایران ملت به د پخوا په شان په دغو انتخاباتو کې په اغېزناک ګډون سره د امریکا د مداخلې سخت ځواب ورکړي.