د ایران د ټاکنو موده دوه ساعته وغځول شوه
د ایران د ولسمشریزو ټاکونو کې د ګډون د ټیټې کچې له راپورونو سربیره، د ایران د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو مرکزي دفتر د رای ورکولو موده د دوو ساعتونو لپاره وغځوله.
د ایران ولسمشریزو ټاکنو کې د رای اچونې بهیر د جمعې په ورځ ( د چنګاښ ۸مه) په ځايي وخت د سهار په ۸ بجو پیل شو.
په اوسنیو ټاکنو کې د ایران د څوارلسمې دورې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره څلور کسان، مسعود پزشکیان، مصطفی پورمحمدي، سعید جلیلي او محمد باقر قالیباف سیالي کوي.
د ایران د ولسمشریزو ټاکنو مرکزي دفتر اعلان کړی چې ۶۱ میلیونه ۴۵۲ زره ۳۲۱ کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي.