د ایران ټاکنې؛ د اوین زندان ۶۷ ښځینه سیاسي بندیانو له رایې ورکولو ډډه وکړه
ایران انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د اوین زندان په ښځینه برخه کې ۶۷ ښځینه سیاسي بندیانو له رای ورکولو ډډه کړې او د ایران ولسمشریزۍ ټاکنې یې تحریم کړې دي.
د دې معلوماتو پر بنسټ، د زندان مسوولين هڅه کوي، چې پر يو شمېر ښځينه سياسي بنديانو فشار راوړي، چې په ټاکنو کې برخه واخلي.
د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو کې د رای اچونې بهیر د جمعې په ورځ ( د چنګاښ ۸مه) په ځايي وخت د سهار په ۸ بجو پیل شو.
په اوسنیو ټاکنو کې د ایران د څوارلسمې دورې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره څلور کسان، مسعود پزشکیان، مصطفی پورمحمدي، سعید جلیلي او محمد باقر قالیباف سیالي کوي.