د کینیا پر پارلمان د اعتراض کوونکو له چپاو وروسته،د دغه هېواد ولسمشر د هغوی د ځپلو امر کړی
د کینیا د پارلمان پر ودانۍ د اعتراض کوونکو له چپاو وروسته د دغه هېواد ولسمشر ویلیم روتو امر کړی، چې پوځ دې لاس په کار شي او « خاین» معترضین دې وځپي.
په تېرو وروستیو ورځو کې په نایروبي کې د مالیاتو ډېروالي په غبرګون لاریونونو کې لږ تر لږه پنځه کسه وژل شوي او له ۳۰ ډېر ټپیان دي.
څو کینیایي مدني بنسټونو او د بښنې نړۍوال سازمان منلې، چې د پولیسو لهخوا د ډزو او اوښکې بهوونکي ګازو له امله دغو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د معترضینو لهخوا د پارلمان پر ودانۍ له چپاو وروسته د کینیا ولسمشر امر کړی، چې پوځ دې د پلازمېنې کوڅو او واټونو ته راووځي او معترضین دې وځپي.
ښاغلي روتو معترضین په « خیانت» تورن بللي دي.
هغه د خپلې وینا پرمهال د کینیا خلکو ته په خطاب کې ویلي: «ننۍ پرمختیاوې زموږ د ملي امنیت پر وړاندې پېښو جدي ګواښونو ته غبرګون دی. حکومت ټولې سرچینې سره یو ځای کړې، چې بیا داسې وضعیت تکرار نه شي.»
په همدې حال کې د امریکا په ګډون ۱۳ لوېدیځو سفارتونو په یوه ګډه اعلامیه کې لیکلي، چې د کینیا په پلازمینه کې د تاوتریخوالي د پېښو په لیدلو « هک پک» شوي دي.
د مالي لایحې له طرحې وروسته چې د مالیاتو ډېروالی هم په کې راځي، د پلازمېنې نایروبي په ګډون په ټولې کینیا کې اعترضات پراخ شوي دي.
په نایروبي کې زرګونه کسان واټونو ته راوتي او پولیس پر هغوی اوښلن ګاز شېندي.