د حج په مراسمو کې د مړو شویو حاجیانو شمېر ۱۳۰۰ تنو ته لوړ شو

سعودي عربستان د سږکال د حج په مراسمو کې د مړو شویو حاجیانو شمېر ۱۳۰۰ تنه ښودلی او وايي، چې ډېری مړه شوي حاجیان هغه کسان وو، چې په ناقانونه توګه دغو مذهبي مراسمو ته ورغلي وو.

د دغو مړو شویو حاجیانو د مرګ لامل د تودوخې لوړه درجه ښودل شوې ده.
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، په مړو شویو حاجیانو کې ۶۵۸ تنه یې د مصر اوسېدونکي وو چې له ډلې یې ۶۳۰ تنو د حج لپاره قانونی اسناد نه لرل.
دغه مړه شوي کسان د لسو بېلابېلو هېوادونو وو، چې ځېني هېوادونه یې د مړو شویو حاجیانو د نوملړ په نوي کولو لګیا دي.
په همدې جال کې د سعودي عربستان د روغتیا وزیر د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۳مه) ویلي، چې سږنی کال د حاجیانو سمبالښت او مدیریتي چارې «بریالۍ» وې.
د سعودي عربستان یو بل چارواکي هم په دې اونۍ کې د حج په مراسمو کې د ښه مدیریت او سمبالښت ننګه وکړه.
هغه د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «حکومت په دې برخه کې پاتې نه دی راغلی؛ خو هغو کسانو چې دغه ګواښونه یې سم نه و ارزولي، په تېروتنه سره یې قضاوت کړی.»
د سعودي د دغه چارواکي په خبره، سخت شرایط، د هوا تودوخه او بې‌درکه ګرمي د مړینې د کچې د لوړوالي لامل شوه.
د سعودي عربستان د شمېرو له مخې، د حج په سږنیو مراسمو کې ۱.۸ مېلیونه خلکو برخه لرله چې ۱.۶ مېلیونه یې له نورو هېوادونه ورغلي وو.
د مصر لومړي وزیر مصطفی مدبولي، د شنبې په ورځ د سېلانیانو د ۱۶ شرکتونو جوازونه لغوه کړل او د دغو شرکتونو مشران یې د «د ټګۍ برګیو» په تور عدلي او قضايي څانګو ته وروپېژندل.
د سعودي عربستان د تکلارو له مخې، د حج په مراسمو کې هر ګډونوال ته په کار دي چې لا له وړاندې خپل نوم ثبت او جواز تر لاسه کړي؛ خو هر کال زرګونه خلک د دغه جواز د بیې د لوړوالي له امله هڅه کوي، چې د دغه جواز پرته د حج فریضه ادا کړي.