ډېپلوماتیکې سرچینې: د جي ۷ هېوادونه د دوحې د درېیمې ناستې د جوړښت او اجنډا خلاف دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۴

یو شمېر ډېپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې جي اوو هېوادونو له ډلې امریکا، برېتانیا او یو شمېر نور هېوادونه د دوحې د درېیمې دورې ناستې د جوړښت او اجنډا خلاف دي.

د سرچينې په وينا؛ شونې ده چې په دې غونډه کې د امريکا په ګډون د ځينو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون ونه کړي.

دغو سرچینو د دوشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف یعقوبي ته وویل، چې د جي اووه هېوادونو غړي په افغانستان کې د یوناما د مشرې رزا اوتنبایوا له کړنو راضي نه دي.

په دغه ګروپ کې امریکا، برېتانیا، فرانسه، جرمني، جاپان، کاناډا او ایټالیا شامل دي.

د نړۍ اوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د دوحې په غونډو کې دې افغانې مېرمنې او د مدني ټولنې غړي شامل کړي؛ خو دغه فعالان په راتلونکې غونډه کې ګډون نه کوي.

ځینو ډېپلوماتانو وویل، چې کاناډا او فرانسه د نورو هېوادونو په پرتله "قوي دریځ" لري.

سرچینې وايي، د امریکا په ګډون ځینې هېوادونه د یوناما د مشرې رزا اوتنبایوا د فعالیتونو په اړه "خوشبینه نه دي".

د دوی په وینا؛ اغلې اوتنبایوا شاید "په خپل دریځ کې روسیې ته نږدې وي."

د لوېدیځو هېوادونو اختلاف یوازې د دوحې د درېیمې ناستې پر ترکیب او اجنډا پورې محدود نه دی، بلکې دوی غواړي چې ژر تر ژره د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي او له ملګرو ملتونو یې په دې اړه د تعقیب غوښتنه کړې ده.

طالبان د افغانستان لپاره د نوي استازي د ټاکلو مخالف دي؛ خو د جي اووه ډلې د غړو په ګډون لوېدیځ هېوادونه په دې باور دي، چې د افغانستان روان کړکېچ ته د حل لاره موندل له ځانګړي استازي پرته امکان نه لري.

ډېپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې لوېدیځ ډېپلوماتان به د دوحې په درېیمه غونډه کې د دویم پړاو په څېر په لوړه کچه ګډون ونه کړي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو تایید کړې وه، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتریش به د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون ونه کړي.

ډېپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتریش له افغانستانه " ستړی" دی.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا؛ د دوحې درېیمه غونډه به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې مېرمن روزماري ډي کارلو تر څارنې لاندې جوړه شي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ او رینا امیري د ګډون پلان نه لري. د افغانستان انټرنشنل له خوا د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې؛ د ملګرو ملتونو همغږی کوونکی سینیرلی اوغلو چې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي پوست لپاره احتمالي نوماند ګڼل کېده، "د اوس لپاره غوښتنه رد کړې ده."

ښاغلي اوغلو وویل، چې دی د دې دندې اخیستلو ته لېواله نه دی.

نور خبرونه

رادیو