یونېسف: د غزې د جګړو پرمهال ۲۱ زره فلسطیني ماشومان ورک دي
د ماشومانو د ژغورنې نړۍوال صندوق وایي، چې د غزې د جګړو پر مهال ۲۱ زره فلسطیني ماشومان ورک دي. دا کمېټه وایي، چې یاد شمېر ماشومان د اسراییل د هوایي او ځمکنیو بریدونو له امله د ویجاړو شویو ودانیو لاندې شوي دي.
د ماشومانو د ژغورنې نړۍوال صندوق دوه ورځې وړاندې هم د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي وو، چې په غزه کې د ماشومانو لپاره خوندي ځای نه شته.
یادې ادارې په غزه کې د جګړو په پای ته رسېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د غزې جګړې د ماشومانو پر وړاندې جګړې دي.
د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل څخه کابو اته میاشتې تېریږي او په دې موده کې په لسګونو زره فلسطینیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ویل کیږي، چې ددغو جګړو اویا سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.
پر غزې د اسراییل د جګړو له پیل راهیسې د ۲۱ زره ماشومانو د ورکېدو ترڅنګ ۱۵ زره او ۶۹۴ ماشومان وژل شوي، ۳۴ زره ماشومان ټپيان شوي او لږ تر لږه ۲۰۰ ماشومان د اسراییلي پوځيان په اسارت کې دي.
همدا څو ساعتونه مخکې د غزې ښار د زدهکړو په یوه مرکز کې چې د اړو کسانو لپاره د مرستو وېشلو ځای و، د اسراییلي ځواکونو په برید کې اته فلسطینیان وژل شوي دي.
د جګړو ترڅنګ د خوړو، اوبو او روغتیایي توکو کمښت هم د غزې اوسېدونکي د قحطۍ له ګواښ سره مخ کړي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.