د ماشومانو د ژغورنې صندوق: په غزې کې د ماشومانو لپاره خوندي ځای نشته
د ماشومانو د ژغورنې نړۍوال صندوق د حماس او اسراييل ترمنځ د جګړې پر دوام اندېښمن دی او وايي، چې په غزه کې د ماشومانو لپاره خوندي ځای نشته.
دغه سازمان په غزې کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوي.
د ماشومانو د ژغورنې نړۍوال صندق د شنبې په ورځ ( د چنګاښ دویمه) پر اېکس ټولنیزې شبکې د یوې ویډیو په خپرولو وویل، چې په غزې کې ماشومانو خپلې کورنۍ، ملګري او د امنیت هر ډول احساس له لاسه ورکړی دی.
د دغه سازمان په وینا: «د غزې د ماشومانو نړۍ د دوی د سترګو په وړاندې د منځه تلو په حال کې ده. د دوی کورونه، ښوونځي او د تفریح ځایونه په کنډوالو بدل شوي دي.»
د ماشومانو د ژغورنې صندوق وايي، د غزې په تړانګه کې ماشومان د پټېدو لپاره ځای نه لري او له هر هغه څه وېریږي چې دوی ګواښوي.
د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل څخه کابو اته میاشتې تېریږي او په دې موده کې د ماشومانو په ګډون په لسګونو زره فلسطینیان وژل شوي او ژوبل شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۳۷ زره او ۵۵۱ کسان وژل شوي او ۸۵ زره او ۹۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د امریکايي ولسمشر له خوا د اوربند د طرحې له وړاندې کېدو نږدې یوه میاشت تېرېږي، خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده لرلې.