ملګري ملتونه: په ټوله نړۍ کې ۱۲۰ مېلیونه خلک په جبري توګه بېځایه شوي دي
ملګرو ملتونو د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په نړۍواله کچه د جبري بېځایه شویو خلکو شمېر په بېساري ډول ۱۲۰ مېلیونو ته لوړ شوی دی.
د کډوالو نړۍواله ورځ د ملګرو ملتونو لهخوا د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د کډوالو د درناوي په پار نومول شوې ده.
دغه ورځ هر کال د جون په ۲۰مه نېټه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.
سږکال د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ملګري ملتونه وايي، د کډوالو نړۍواله ورځ د کډوالو سره پر پيوستون ټینګار کوي، د یوې داسې نړۍ لپاره چې کډوالو ته په کې باید ښه راغلاست وویل شي.
ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۲۴ کال د مې تر میاشتي په توله نړۍ کې د جبري بېځایه شویو خلکو شمېر په بې ساري ډول ۱۲۰ مېلیونو ته لوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ارزونې له مخې په ۲۰۲۴ کال کې په دومره لوړ شمېر کسان د جګړو، تاوتریخوالي، ځورونې، د بشري حقونو سرغړونو او یا هم د عامه نظم د ګډوډولو په پایله کې جبري بېځایه کېدو ته اړ شوي چې په دې توګه یې یو نوی او تاریخي ریکارډ جوړ کړی دی.
د ملګرو ملتونو دغه ارزونه په ۵۳ هېوادونو کې تر سره شوې؛ خو دا یې نه ده روښانه کړې چې په نړۍ کې د کوم هېواد ډېر وګړي په جبري توګه له خپل هېواده کډوالۍ ته اړ شوي دي.