په حج کې مړینه؛ د حج په روانو مراسمو کې ۵۷۷ کسان د ګرمۍ له امله مړه شول
د سعودي عربستان یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د حج په روانو مراسمو کې د هوا د تودوخې له امله ۵۷۷ کسان مړه شوي دي.
د سعودي عربستان چارواکي وايي، چې په مړو شویو کسانو کې ۳۲۳ د مصر او ۱۴۴ تنه له اندونیزیا هېواد څخه وو.
راپورونه زیاتوي، چې د ګرمۍ له امله ۶۰ اردني، ۳۵ تونیسي، ۱۱ ایراني او ۳ سینیګالي حاجیان مړه شوي دي.
راپور کې راغلي، چې په مکه مکرمه کې د دوشنبې په ورځ د تودوخې درجه ۵۱،۸ درجې سانتي ګراد ثبت شوې ده.
د سعودي محکمې د سختې تودوخې وړاندوینه کړې وه او له مخې یې د سعودي د حج او عمرې وزارت، د حاجیانو لپاره د اوبو د فوارو او یخو اوبو بندوبست کړی و.
همدا راز د سعودي انتظامیې د مختلفو هېوادونو حاجیانو ته هم هدایات کړي وو، چې د ګرمۍ لپاره دې احتیاطي تدابیر ونیسي.