ایراني رسنۍ وايي، یوې ۴.۵ درجې زلزلې د ایران ځینې برخې لړزولې دي

د ایراني رسنیو د راپور له مخې دغه ۴.۵ درجې زلزله نن سهار وخته د ایران په سیستان او بلوچستان ولایتونو کې شوې چې لا د زیانونو په اړه یې معلومات نه شته. پاکستاني رسنیو بیا په دغې زلزله کې د څلورو کسانو د مړینې او لسګونو تنو د ټپي کېدو خبره کړې.

د دغې زلزلې په اړه معلومات تازه دي او ښايي د زیانونو شمېرې یې وروسته روښانه شي .

د کابل پکتیا،او ننګرهار اوسیدونکي هم وايي، چې د دوی په سیمو کې هم د زلزلې ټکانونه شوي او نور معلومات یې لا نشته.