په رفح ښار کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ فلسطینیان وژل شوي دي
د سې شنبې په سهار د غزې په سویل رفح ښار کې د کډوالو په دوو کمپونو د اسراییلي پوځ د هوایي بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۷ تنه ووژل شول.
اسراییلي پوځ رفح ښار کې ځمکني او هوايي بریدونه زیات کړي دي، چې تر یو میلیون زیات فلسطینیانو پکې پناه اخیستې ده.
يوه ځايي اوسېدونکي رويټرز ته وویل، چې اسراییلي پوځ له کومې نړۍوالې مداخلې پرته په رفح ښار کې په ازاده توګه فعاليت کوي او د مصر پولې ته يې پرمختګ کړی دی.
اسراییلي پوځ ویلي، چې د کره معلوماتو پر اساس به په رفح ښار کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي او په وروستیو ورځو کې یې یو شمېر وسله وال وژلي دي.
د اسراییل پوځ وايي، چې په تېرو ورځو کې يې ګڼ شمېر فلسطيني وسله وال وژلي او وسلې يې هم تر لاسه کړې دي.
د رفح اوسېدونکي خلیل رویټرز ته وویل: «موږ اوربند غواړو. د هر ساعت ځنډ سره اسراییل ډېر خلک وژني. وینه تویونه نور بس ده. زه اسراییل، امریکا او زموږ مشرانو ته وایم چې جګړه باید ودرول شي.»
اسراییلي پوځ تر اوسه د ۱۷ فلسطینیانو د وژل کېدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
په تېرو اتو مياشتو کې پر غزې د اسراييل د بريدونو له امله تر ۳۷ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.