د پاکستان پرېس کلب مخې ته پولیسو د اسلام اباد لپاره د تحریک انصاف ګوند مشر عامر مغل نیولی
د اسلام اباد پولیسو د اسلام اباد لپاره د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عامر مغل نیولی دی. د دغه ګوند پلویانو تېره ورځ په اسلام اباد کې د ملي پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې ده.
پوليسو د دغه لاریون پرمهال د اسلام اباد لپاره د تحریک انصاف ګوند مشر عامر مغل نيولی دی.
پوليسو د دغه ګوند د غړیو د نيولو پرشد لاریون کې اته تنه نور لاریونوال هم نيولي دي.
د حکومت سره د دغه ګوند حالت هغه وخت ترېنګلی شو، چې په بېلابېلو تورونو یې پخوانی لومړی وزیر او د دغه ګوند مشر عمران خان له دندې ګوښه کړ.
د هغه له ګوښه کېدو وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې پراخ تاوتریخجن لاریونونه وشول، چې په ترڅ کې یې د عمران خان ګڼ پلویان نیول شوي وو.