امریکا او ترکیې د داعش ډلې په څلورو غړو بندیز ولګاوه
امریکا او ترکیې د داعش ډلې په څلورو غړو بندیز ولګاوه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت (د غبرګولي په ۲۵مه) په یوې ویناپاڼه کې لیکلي، چې دغو کسانو په انساني قاچاق او خلکو ته د ناقانونه سفرونو په برابرولو کې لاس لاره.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، چې دغه هېواد له ترکیې سره د ګرجستان ولایت د داعش امیر ادام خمیرزایف له اسلاموویچ اولیفرچېک مستعار نوم سره د نړۍ د ځانګړو ترهګرو ډلو په نولړ کې شامل کړ.
امریکا ویلي، چې د داعش دغه مشر د انساني قاچاق د یوې شبکې مشري کوله.
د امریکا د خزانې وزارت او ترکیې د ازبکستان درې اوسېدونکي د خمیرزایف په مشرۍ د دغه انساني قاچاق شبکې غړیتوب د تور له امله پرې بندیز ولګاوه.
د امریکا خزانې وزارت ویلي، دغو کسانو پورې اړونده شتمني یې کنګل کړې او له دوی سره یې هر ډول معامله منعه کړې ده.