د فلسطین په زرګونو ملاتړي اعتراض کوونکي د سپینې ماڼۍ مخې ته راټول شوي وو

د غبرګولي ۱۹مه د شنبې په ورځ په زرګونو د فلسطین ملاتړي لاریونیان د امریکا له بېلابېلو ښارونو څخه واشنګټن ته ورغلي او د سپینې ماڼۍ په شاوخوا کې راغونډ شوي و چې د غزې د جګړې په اړه د بایډن د ادارې د چلند پر ضد اعتراض وکړي.

لاریونیانو د سره رنګ جامې اغوستې وې چې د اسراییل لخوا له سره کرښو تېرېدل په نښه کړي.