په سوریه کې د ایران کولتوري مرکز ته څېرمه چاودنه کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۹مه) ویلي، چې د سوریې په ختیځ کې د دیرالزور په ښار کې د ایران کلتوري مرکز ته څېرمه د موټر بم چاودنه شوې.
دغه سازمان ویلي، چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
چاودنه د "الفتح" سیمې ته څېرمه شوې ده.
د سوریې د څار ادارې د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دغه موټر د ایراني ځواکونو موټر و.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
۱۳ کاله وړاندې په سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل وروسته، د ایران د ملاتړ څخه برخمنو ډلو په ځانګړې توګه د لبنان حزب الله جنګیالي د بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي.
دیرالزور ولایت چې د تېلو زیرمې لري او له عراق سره پوله کې پروت دی، د کردانو او د سوریې د حکومتي ځواکونو تر منځ ویشل شوی دی.
د ایران ځواکونه د بشار الاسد له ځواکونو سره همکاري کوي او خپل سلاکاران، بنسټونه او کولتوري مرکزونه یې په سیمه کې ځای پر ځای کړي دي.
اسراییل له څو کلونو راهیسې په سوریه کې د ایران او حزب الله وسله والو پر اهدافو بریدونه کوي او د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسراییل له برید وروسته دا ډول بریدونه زیات شوي دي.
که څه هم اسراییل په رسمي ډول د دې بریدونو مسوولیت په غاړه نه اخلي، خو اسراییلي چارواکو ویلي، اجازه نه ورکوي چې ایران په سوریه کې خپل پوځي حضور پراخ کړي.