د اروپایي ټولنې ۷ غړو هېوادونو د کډوالو ستنولو لپاره د سوریې وضعیت ته د بیاکتنې غوښتنه کړې
د اروپایي ټولنې اوو غړو هېوادونو د سوریې وضعیت ته د کتنې په اړه د هغه هېواد د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره له سره د غور کولو غوښتنه کړې.
دغو اوو هېوادونو د جمعې په ورځ د غبرګولي په ۱۷مه په قبرس کې تر غونډې وروسته په ګډې اعلامیې کې ویلي: «د سوریې په وضعیت کې د پام وړ بدلون راغلی دی.»
دغو هېوادونو دا رنګه د سوریې د وضعیت په بیا ارزونه او د «ګټورو تګلارو» څخه په کار اخیستنې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د نورو کډوالو د ورتګ په مخنیوي هوکړه وکړه.
د اروپايي ټولنې دغو غړو هېوادونو لکه اتریش، اېټالیا، یونان، د چک جهوریت، قبرس، مالتا او پولنډ ویلي، که څه هم چې په سوریه کې تر دې مهاله «بشپړ سیاسي ثبات» نه دی راغلی؛ خو باید د کډوالو په ستنولو کې د شرایطو د برابرولو لپاره د اروپايي ټولنې له غړو سره دغه موضوع شریکه شي.
ویل شوي، چې د ډنمارک استازي هم په دغه ناسته کې برخه لرله او د قبرس د بهرنیو چارو وزارت هم په هوکړه لیک کې د لاسلیک کوونکو شمېر د اتو هېوادونو استازي ښودلي؛ خو لږ وروسته د ډنمارک چارواکو وویل، چې د دغه هېواد استازي دغه هوکړه نه ده لاسلیک کړې.
د روانې میاشتې په لومړیو کې اروپايي ټولنې قبرس او اېټالیا ته د کډوالو د مخنیوي لپاره له لبنان سره د یو مېلیارډ یورو مرستو ژمنه هم کړې وه.
په دې وروستیو کې په اروپایي هېوادونو کې د کډوالو پر ضد خلک راپاڅېدلي او یو شمېر هېوادونو لا له وړاندې د کډوالو د اېستلو لپاره یو لړ تګلارې هم تر لاس لاندې نېولي دي.
تر دې وړاندې د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتس، د یو افغان برید کوونکي له برید وروسته چې د اسلام پر مخالفینو یې کړی و له جرمني څخه یې «د جدي جنایتکارانو» د اېستلو په اړه خبرداری هم ورکړ.
شولتس وویل: «دغه ډول جنایت کوونکي باید واېستل شي، ان که د سوریې یا افغانستان اوسېدونکي هم وي.»