اسراییل د امریکایي بم په کارونې سره په غزه کې د ملګرو ملتونو پر ښوونځي برید کړی
د امریکا د دفاع وزارت اوسنیو او پخوانیو چارواکو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې د اسراییل پوځ په غزه کې د ملګرو ملتونو پر ښوونځي برید کې د امریکا جوړ شوی بم کارولی دی. خو لاتراوسه په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویل شوي.
تېره ورځ فلسطیني رسنیو خبر ورکړی و، چې په غزه کې پر یوه ښوونځي د اسراییلي الوتکو د برید له امله ۳۲ تنه پناه غوښتونکي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
اسراییلي پوځ بیا ویلي و، چې په دغه ښوونځي کې د حماس ډلې مرکز و؛ خو حماس بیا دغه خبر رد کړی و.
له بل پلوه د فلسطین د روغتیا وزارت وایي، چې د اکټوبر له اومې راهیسې تر دې دمه ۳۶۶۵۴کسان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.