د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، لوېدیځ له اوکراین «نوې القاعده» جوړوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا له ریانووستي خبري اژانس سره په مرکه کې، د اوکراین پر وړاندې د لویدیځ پر سیاستونو سختې نیوکې وکړې. اغلې زاخارووا وویل: «دوی له اوکراین سره څه کوي، له هغه نوې القاعده جوړوي، له هغه نوی داعش جوړوي.»

د روسیې دغې چارواکې ادعا کړې، چې اوکراین له خپلو «بادارانو» څخه د «افراطي او ترهګریزو فعالیتونو» د ترسره کولو دستور اخېستی.
تراوسه اوکرایني چارواکو دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون ادعا کړې، چې لویدیځ «په ناانساني او د تېري په زمانه» کې ډوب شوی دی.
په ورته وخت کې، ماریا زاخارووا په سن پترزبورګ کې د روسیې اقتصادي فورم د هېوادونو د یووالي لپاره یو فرصت وباله.
اغلې زاخارووا وویل: «د سن پټتزبورګ غونډه یو په زړه پوری دود دی چې هدف یې د خلکو متحد کول دي.
د سن پترزبورګ اقتصادي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې روسیه د اوکراین له برید وروسته د امریکا او د هغه د لویدیځو متحدینو له خوا تر سختو بندیزونو لاندې شوه.