یونیسېف: په غزه کې ۹۰ سلنه ماشومان د سالمې ودې لپاره د اړتیا وړ خوراکي توکي نه‌لري

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي، چې په غزه کې له هرو لسو ماشومانو نهه تنه یې د سالمې ودې لپاره د اړتیا وړ خوراکي توکي نه‌لري.

دغه بنسټ وایي، په غزه کې څو میاشتینۍ نښتې د مرستو د محدودېدو، روغتیایي خدمتونو او خوراکي توکو ته د لاسرسي د ګډوډېدو لامل شوې چې په غزه کې ماشومانو او د هغوی کورنیو ته یې له ناورینه ډکې پایلې لرلې.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په غزه کې د جګړې «وېروونکې» اغېزې په چټکۍ سره د خوارځواکۍ له پلوه ماشومان او د هغوی ژوند ګواښي.
په داسې حال کې چې په غزه کې مرستندویه سازمانونه د خپلو فعالیتونو پر وړاندې د ستونزو او ننګونو په اړه کله نا کله څرګندونې کوي؛ خو اسراییل بیا ادعا کوي، چې په غزه کې یې د مرستو رسولو په برخه کې هیڅ ډول بندیز نه دی لګولی.
په غزه کې د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، د اسراییل په بریدونو کې تر دې مهاله ۳۶ زره او ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.
دغه بریدونه د اکټوبر په اوومه نېټه پر اسراییل د حماس له برید وروسته پیل شول، چې په هغې کې دغې ډلې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۳ نور یې یرغمل کړل.