ملاله یوسفزۍ: د غزې په جګړه کې باید ښوونځي په نښه نه شي او بېړنی اوربند دې وشي

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفرۍ په غزه کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې او پر اسراییل یې غږ کړی، چې ښوونځي دې نه په نښه کوي.

ملالې یوسفزۍ په غزه کې پر یوه ښوونځي د اسراییلي پوځ له برید وروسته ویلي دي، چې ښوونځي باید په نښه نه شي.

نوموړې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې اسراییل یو ځل بیا هغه ښوونځی په نښه کړی، چې پکې په زرگونو ملکي خلکو پناه اخیستې وه.

ملالې د اوربند غوښتنه تکرار کړه او ویې ویل: " موږ نور د بې ګناه خلکو وژنې نه شو زغملی".

د یادونې وړ ده، چې اسراییلي پوځیانو د غزې په نصیرات کمپ کې په یوه ښوونځي کې په مېشتو فلسطینیانو حمله وکړه چې له امله یې څلویښت تنه وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت بیا ويلي، چې په وژل شویو کې مېرمنې او ماشومان شامل دي.