په سوریه کې د اسراییل په یوه برید کې د سپاه پاسداران یو سلاکار ووژل شو
د ایران د دولتي خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، د سپاه پاسداران یو سلاکار سعید ابیار تېره ورځ د سوریې په حلب ښار کې د اسراییل په برید کې ووژل شو. سوریې هم ویلي، چې اسراییل تېره ورځ د حلب ښار ځینې څنډې په نښه کړې دي.
ابیار لومړنی کس دی، چې په دمشق کې پر ایران سفارت د اسراییل په برید کې چې د سپاه پاسداران لوړپوړي قوماندانان په کې ووژل شول، دوه میاشتې وروسته له هغې وژل کېږي.
ایران هم د سپاه پاسداران د لوړپوړي قوماندان له وژل کېدو وروسته د دغه برید د غچ اخیستنې په موخه پر اسراییل توغندیز بریدونه وکړل.
ایران له ۲۰۱۱ کال راهیسې په سوریه کې د دغه هېواد د ولسمشر بشار اسد په ملاتړ پوځي سلاکاران په سوریه کې ځای پر ځای کړي دي.